د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتیانوۍ سندر غاړې اډیل پنځه لومړۍ غوره جایزې وګټلې


بریتانوۍ سندرغاړې اډیل د ګرامي مراسمو په کلنۍ دوره کې پنځه لومړۍ غوره جايزې تر لاسه کړې چې پکې د البم، ريکارډ او د کال د غوره سندرې جايزې شاملې دي.

دغې بریتانوۍ سندرغاړې د هيلو سندرې لپاره د سندرې او ريکارډ په برخه کې جايزه واخيسته او د البم جايزه يې د ۲۵ نومې ډيسک لپاره تر لاسه کړه.

د ګرامي جايزې ۵۹م مراسم په لاس انجلس کې جوړ شوي وو.

د راک موسيقي مشهور سندرغاړي ډېويډ بويي چې د تېر کال په جنورۍ مياشت کې د سرطان له ناروغۍ مړ شو، هم پنځه جايزې وګټلې.

ده د تورستوري په نوم سندرې لپاره د راک سندرو جايزه تر لاسه کړه.

همداراز په همدې نوم د ده البم او د راک موسيقي غوره سندرې، غوره انجنرنګ او د هنري البم د غوره ډيزاين جایزې وګټلې.

اډيل د کال تر ټولو ښه سندرې جايزه هم تر لاسه کړه.

XS
SM
MD
LG