د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې ناڅرګندو وسله والو درې کسان وژلي


په اورکزو کې ناڅرګندو کسانو په یوه وسله وال برید کې درې کسان وژلي او یو بل ټپي کړی دی.

د پولیټیکل انتظاميې چارواکو په وینا، دغه پیښه د ګل/دوشنبې پر ورځ نېږدې یوولس بجې د شیخانو په سره بغل کې رامنځ ته شوې ده.

یوه انتظامي چاوراکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دغه کسان په ډبل کېبین ګاړي کې له یوې کورنۍ جرګې بیرته روان ول چې نامالومو کسانو پرې د ټوپکو ډزې وکړې.

د ده په خبره، په وژل شویو کې د محمد جاوید، محمد افضل او وکیل نومونه شامل دي.

یو بل ټپي تن ثاقب د کلايي لوی روغتون ته رسول شوی دی.

دا په یوه اونۍ کې دننه د هدفي وژنودویمه پېښه ده چې پر همدغه ځایرامینځ ته کېږي.

تر دې وړاندې هم د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې درې کسان وژل شوي ول اودرې نور ژوبل ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG