د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پرونۍ حمله وغندله


افغان ولسمشر د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتوار ورځې حمله وغندله او هغه یې ترهګرۍ حمله وبلله.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې د ولسمشر په حواله ویلي چې ((د افغانستان دښمنان باید پوه شي د ورته وحشیانه حملو په ترسره کولو سره خپلو شومو هدفونو ته نه شي رسیدلی.))

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پرون مشال راډیو ته وویل چې په موټر بمي چادونه په لښکرګاه ښار کې د کابل بانک یوې څانګې ته نږدې وشوه او پکې شپږ کسان ووژل شول او شل تنه نور زخميان شول. وسله والو طالبانو د دې حملې ذمه واری منلی وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG