د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي سيمو د تعليم څانګې مرستيال مشر محب الله داوړ خوشی شوی


د قبايلي سيمو د تعليم څانګې مرستيال مشر محب الله داوړ چې اغوا کارو د خالي پر ورځ تښتولی وو، نن سهار وختي خوشی شوی.

د لکی مروت نورنګ پولیسو ايس ايچ او جاوید نن د اتوار پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې د پوليسو د کوششونو له وجې اغوا کارو د فاټا ياد چارواکی خوشی کړی دی.

د فاټا د تعليم څانګې مرستيال مشر محب الله داوړ تيره ورځ د لکي مروت تجوړي تهاڼي په حدودو کي ناڅرګنده کسانو تښتولی وو.

په تېر وختونو کې هم له خيبر پښتونخوا تعليمي چارواکي تښتول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG