د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د غيرت په نامه څو مېرمنې وژل شوي


د سوات پوليس وايي په دغه سیمه کې نن د اتوار پر ورځ یوه جینۍ د غيرت په نامه وژل شوې .

د کالام پولیس چارواکو مشال راډیو ته وويل چې دغه جينۍ خپلې کورنۍ په ډزو وژلې او دوي يې په اړه پلټنې پیل کړي دي. بلخوا په سوات کې په تيرو دريو ورځو کې د غيرت په نامه دوه ښځي وژل شوي دي. د مټي چپريال تاڼې پوليسو مشر نن د اتوار پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې تيره ورځ يو سړي خپله ښځه وژلې او دوی دغه کس نيولی دی. پوليس چارواکی زياتوي چې بله پيښه د زيات په ورځ په مټه کې شوې چې انعام الله نومي تن خپله ښځه وژلې.

په سوات کي د ښځو حقونو لپاره کارکونکي ټولنې Awakening (بيدارۍ)مشر عرفان حسين بابک وايي چې په روان کال کي په سوات کې د غيرت په نوم لس ښځي وژل شوي دي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا واکمن تحریک انصاف ګوند صوبايې اسمبلۍ غړو د ښځو حقونو خونديتوب او د ناموسي وژنو د مخنيوي لپاره د ګل په ورځ غونډه رابللی ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG