په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکايي قومندان جنرال جان نیکولسن وایي، د پاکستان، ایران او په ځانګړې توګه د روس رول د افغانستان چارې پیچلي کړې دي.
جنرال جان نیکولسن ویلي چې په دې هېواد کې د طالبانو پر ضد جګړه ولاړ حالت ته رسېدلې ده.
نوموړي دا خبره بېګا هغه مهال کړې ده چې د امریکا د سېنټ د پوځي خدمتونو کمېټۍ ته یې د افغانستان په اړه مالومات ورکول.
ده وویل،د جګړې په ټپه ولاړ حالت د ماتولو لپاره زرګونو نورو امریکایي او د نورو هېوادونو ځواکونو ته اړتیا ده.
خو جنرال جان نیکولسن دا نه دي ویلي چې څو سرتېرو ته اړتیا ده.