د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خوسته د وزیرستانیو کډوالو ستنېدل داوم لري


د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټکل ایجنټ انور خان شېرانی وايي، د پنجشنبې په ورځ یې له خوسته د شمالي وزیرستان ۷۱ کورنۍ را ستنې کړې دي.

انور خان شېراني دا خبره د پنجشنبې په ورځ ناوخته په داسې حال کې مشال راډیو ته وکړه چې د افغانستان له خوسته د شمالي وزیرستان د کډوالو ستنولو د دویم پړاو لومړۍ ورځ وه.

انور خان شېراني وویل، دوی په لومړي پړاو کې ۸۷۱ کورنۍ راستنې کړې وې.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله تر ۱۰ لکه زیات خلک بې کوره کړل شوي وو چې لوی شمېر لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG