د لاسرسي ځای

تازه خبر

هوتي: صوبايي حکومت په اقتصادي راهدارۍ کې صوبې ته زیان رسولی


د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر حېدر هوتي وايي، صوبايي حکومت د اقتصادي راهدارۍ په مسله کې صوبې ته د ګټې پر ځای تاوان رسولی دی.

حېدر هوتي دا خبره د پنجشنبې په ورځ ناوخته د صوبې د وزیراعلی پرویز خټک د پروني بیان په غبرګون کې مشال راډیو ته وکړه.

پرویز خټک په خپل بیان کې د چین او پاکستان ترمنځ پر اقتصادي راهدارۍ یو ځل بیان د اطمینان څرګندونه کړې ده.

حېدر هوتي وايي، صوبايي حکومت په خپله په یوه خوله نه دی.

که څه هم د خېبر پښتونخوا او بلوچستان زیاتره ګوندونه وايي چې پنجاب د کاشغر او ګوادر ترمنځ د اقتصادي لارې ګتې ځان ته اړولې دي خو د دې صوبو اعلی وزیران وايي، مرکزي حکومت د دوی اندېښنې لرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG