د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکمتیار په مشرۍ د حزب‎ اسلامي یو پلاوی ترکیې ته ولاړ


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي یو پلاوی ترکیي ته ولاړ څو له ترکي چارواکو سره وګوري.

د حزب‎اسلامي جګپوړي استازي محمد امین کریم له ترکیې مشال راډیو ته د دې لیدنو کتنو په اړه وویل:

"د مذاکرو په چوکاټ کې او له دوستو هېوادو سره د عادي اړیکو په ترڅ کې دا ځل ترکیې موږ ته بلنه راکړې ده څو د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې ولرو."

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ په مراسمو کې برخه واخلي خو امین کریم وویل چې په دې اړه دوی ته په رسمي ډول خبر نه‎دی ورکړل شوی.

تمه ده چې ګلبدین حکمتیار د کب میاشتې تر نیمایي پورې کابل ته ولاړ شي او د کابل په دارالامان سیمه کې یو ځای استوګن شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG