د افغانستان د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د عملیاتو پر مهال ۱۱وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر نورزي د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې د چارشبنې په ورځ د ارزګان مرکز ترینکوټ په یو شمېر سیمو کې د افغان ځواکونو له لوري هوايي او ځمکني عملیاتو په نتیجه کې يي ۱۱وسلهوال طالبان وژل شوي او له لسو زیات ټپیان شوي دي او هم په یادو عملیاتو کې یو عراده رینجر موټر د امنیتي ځواکونو له لوري سوځول شوی او۳۰ کړۍ ماینونه کشف او خنثی شوي دي.
خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه د یادو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.