د لغمان چارواکي وايي، بېګا شپه د قرغیو ولسوالۍ د دهمزنګ سیمه کې د یوې کوټې د چت د پرېوتو له امله درې تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک د پنجشنبې په سهار مشال راډیو ته وویل دي چې په مړو کې یو پلار او دوه اولادونه چې یو هلک او یوه نجلۍ ده شامل دي او په ژوبل شویو کې یوه مور او یوه لور شامله دي.