د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا: ځانمرګي برید درې کسان وژلي


د افغانستان د پکتیا ولایت امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد ایوب د یاد خبر په تاید سره مشال راډیو ته وویل چې نن (چارشنبه) غرمه یوه بجه یوه تن ځانمرګي چې غوښتل یې د ډنډې پټان پر ولسوال ځانمرګي برید وکړي. د امنیتي ځواکونو لخوا تر پېژندلو وروسته د ولسوالۍ د ودانۍ په دروازه کې یې ځان ته چاودنه ورکړې.

قوماندان زیاته کړه چې په دغه ځانمرګي برید کې د ولسوال یو ساتونکی او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

تر دا مهاله د دې چاودنې مسؤلیت هېڅ یوې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.

ډنډي پټان د پکتیا یوه له سرحدي ولسوالیو څخه ده چې کله ناکله ورڅخه د امنیتي پېښو راپورونه ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG