د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو به له ۲۰۲۴کاله وروسته هم د افغانستان ملاتړ جاري ساتي


د ناټو د سرمنشي مرستیالې روزي ګاتي
د ناټو د سرمنشي مرستیالې روزي ګاتي

دا خبره د ناټو د سرمنشي مرستیالې روزي ګاتي د سېشنبې په ورځ په بروکسل کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف تمر سره په کتنه کې وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې میرمن روزي ګاتي د افغان ځواکونو سرښندنه او میړانه وستایله او په ډاګه يې کړه چې افغانان له ترهګرۍ سره د مبارزې کلک هوډ لري.

حنیف اتمر له ناټو او ملګرو ملتونو مننه وکړه چې په افغانستان کې د سولې د هڅو او په ځانګړي توګه له حزب اسلامي سره د روغې جوړې د هوکړې ملاتړ یې کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG