د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه سیمه ییز کنفرانس جوړېږي


روس وايي، په روانه میاشت کې به په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییزو ځواکمنو هېوادنو د مشرانو یو کنفرانس جوړ کړي.

دا خبره د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د سېشنبې په ورځ له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره په ماسکو کې خبري غونډې ته کړې ده.

سرګی لاوروف ویلي چې د فرورۍ په منځ کې د دې کنفرانس هدف به د افغانستان د شخړې هواري وي او دوی به یو ځل بیا هڅه وکړي چې طالبان هم پکې شامل وي.

ده وویل چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان، پاکستان، چین، ایران او هند استازي شامل وي.

سرګی لاوروف زیاته کړه چې زیاترو د ورتګ پخلی کړی دی خو ده له خپلو ملګرو هیله وکړه چې دې کنفرانس ته د لوړې کچې استازي ور ولېږي.

که څه هم د روس په کنفرانس کې د ناټو غړي هیوادونه نه شته خو سرګی لاوروف ویلي چې روس له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ښو اړیکو ته هیله من دی چې د افغانستان په اړه چټکه همکاري پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG