د لاسرسي ځای

د خېبر ایجنسۍ د پولیټيکل انتظامیې چارواکو مشال راډیو ته وویل چې بېګا د خېبر په لرې پرته سیمه بازار ذخه خېلو کې د حکومت پلوه تنظیم توحیدالاسلام ځينې غړي په یو ګاډي کې روان وو چې نا څرګنده وسلوالو پرې ‌ډزې پيل کړې چې په نتېجه کې یې د یاد تنظیم درې غړي ووژل شو.

د چارواکو په وینا،برید کوونکو د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. چا تر اوسه د دې زمه واري نه ده منلې.

توحیدالاسلام نومي دا ډله له مودې راهیسې په بازار ذخه خیلو او تیرا کې د وسله والو پر ضد جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG