د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبايي اسمبلۍ کې له پنځو تر ۱۶ کالونو د هر ماشوم لپاره د تعلیم لازمي کولو په اړه یوه قانون وړاندې کړی دی.
په دې اړه د خېبر پښتونخوا د تعلیم وزیر عاطف خان د دوشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل، هغه میندې او پلرونه چې خپل ماشومان سکولونو ته نه لېږي، د یاد قانون له مخې به جرمانه او د یوې میاشتې د بند سزا ورکول کېږي.
نوموړي دا هم وویل چې د تعلیم لازمي کولو قانون د ناروغه ماشومانو لپاره نه دی. عاطف خان زیاته کړه چې د خېبر پښتونخوا کابینې د پنځم ټولګې پورې د قران مجید ناظره او له شپږمه تر ۱۶م ټولګي د قران ترجمه هم لازمي ګرځولې ده اود خېبر پښتونخوا کابینې په نیوو پراېمري سکولونو کې د هلکانو او جینکو یوځای زدهکړې کولو او پکې یوازې د ښځینه استادانو ګمارلو پرېکړه هم کړې ده.