د جنوبي وزيرستان پوليټکل انتظامیه وايي چې په شکتويي سیمه کې د کرفيو نرمولو لپاره به پوځي چارواکو سره خبرې وکړې.
د جنوبي وزيرستان مرستيال پوليټکل ايجنټ محمد شعيب د ګل په ورځ مشال راډيو ته په دي اړه وويل:
« موږ هڅه کوو چې خلکو ته د ژوند د اړتیا وړ توکیو په رسولو کې ستونزې مخې ته نه شي، زموږ د تحصیلدار عمله د پوځي عملیاتو او د کرفیو له وجې د اغېزمنو شویو خلکو سره مرستې کوی.»
تر دې مخکې د شکتويي سيمې خلکو مشال راډيو ته ويلي وو که چېري له سيمې يې کرفيو پروته نه شي، دوی به پر کډو کولو مجبوره شي.