د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې ورښتونو لسګونه کسان وژلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د افغانستان له طبعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره وايي چې پهدوو ورځو کې د ورښتونو له کبله ۲۳ تنه وژل شوي.

ددغه ادارې مرستیال محم اسلم سیاس د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د ورښتونو له کبله د یو شمېر ولایتونو اړیکې هم له ولسوالیو سره قطع شوي خو د یادې ستونزې د حل لپاره جدي هڅې روانې دي.

" په تیرو اته څلوېښتو ساعتونو کې د انساني تلفاتو شمېر ۲۳ تنه دی او د ځینو ولایتونو اړیکې له ولسوالیو سره پرې شوي دي."

له طبعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې وروښتونه شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د بیړنیو حالاتو کمېټې ته امر کړی چې د واورې د اورښت له امله له زیانمنو شویو سره په وخت مرستې وکړي او د لارو د خلاصون لپارهله خپلو ټولو کار واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG