د فرانس چارواکي وايي هغه سړى چې د پیريس په يوه موزيم کې د يوه امنيتي ساتونکي له خوا ويشتل شوى، په مرګوني حالت کې دي.
چارواکي وايي دغه کس د جمعې په ورځ پنځه مرمۍ هغه وخت وويشتل شو چې د موزیم پر امنيتي ساتونکو يې د چړې حمله وکړه.
په پېښه کې يو فرانسوى سرتېرى برسېرن ټپی شوى دى.
د پاريس څارنوال فرانسوا مولين تېره شپه يوه کنفرانس ته وويل: په دغه اړه يې پلټنې پیل کړي دي.
د فرانسې يوه څارنوال اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ويلي چې حمله کوونکى د متحده عرب اماراتو اوسېدونکى دى چې د جنورۍ پر ٢٦مه پاريس ته راغلى و.
خو په مصر کې ځينو سرچينو ويلي، حمله کوونکى عبدالله رعد الحمامي نومېږي چې ٢٩ کلن او د مصر وګړى دى.
چارواکي وايي پاريس ته له راتګ سره سم بريدکوونکي د پاريس د وسلو خرڅولو په يوه دکان کې دوې چړې اخستې وې.