د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې امیدوارو ښځو لپاره روغتون جوړېږي


د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د امیدوارو ښځو لپاره د ۵۰۰ بسترو یو روغتون جوړولو اعلان کړی دی.

د جمعې په ورځ په پېښور کې د میندو د صحت په اړه یو کانفرانس ته د وینا په وخت د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د دغه روغتون د جوړولو اعلان وکړ .

د غونډې وروسته مشال راډیو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مرستیالې سپیکرې ډاکټر مهرتاج روغاني وویل چې په خېبر پښتونخوا کېد ماشوم د پیدا کېدو په وخت په یو لک ښځو کې ۳۷۵ ښځې مړې کېږي.

کانفرانس ته د وینا په وخت د صوبې وزیراعلا پرویز خټک وویل چې د روغتون جوړولو لپاره به په بجټ کې پیسې جلا کړي.

XS
SM
MD
LG