د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د معزورانو لپاره دوه فیصده کوټه اعلان کړه


د بلوچستان وزیراعلی وايي چې په صوبه کې د معزوره کسانو د ستونزو د هواري په لړ کې ګامونه پورته کوي.

دا خبره نواب ثنا الله زهري د جمعې په ورځد معزورانو اتحادیې لخوا د کوټې پرېس کلب مخې ته د احتجاجي کېمپ ختمولو په وخت وکړه.

نوموړي د معزورانو لپاره په سرکاري نوکریانو کې د دوه فیصده کوټې د اعلان تر څنګ په هغوی کې د دوه سوه زیات لېپ ټاپونو او تر یو نیم سلموټرساېکلو د ویشلو خبره هم وکړه.

په دې فېصله د صوبېمعزورانو خوشحالي څرګنده کړه خو وې ویل چې د تعلیم، صحت او روزګار په برخه کې د دوی مشکلاتو ته په کتو سره حکومت باېد پر خپلو اعلانونو عمل هم وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG