د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند افغان وګړو ته ویزه نوره اسانه کړې ده


د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د هند سفارت ویلي د ټولو افغانانو لپاره یې د خپل هېواد د ویزې په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

دغه سفارت نن(جمعه) په خپل رسمي فېسبوک دا خبر خپور کړی دی.

په بیان کې راغلي چې له دې وروسته د سیاحت ویزې تر یوه کاله غځېدلي او همدا راز د سوداګریزو اړیکو د لاپراختیا په خاطر افغان سوداګرو ته پنځه کلنې ویزې ورکوي.

په اعلاميه کې راغلي چې سيلانيان په هند کې تر درو مياشتو تېرولو وروسته، د پخوا په څير بايد دوه مياشتې بيرته په خپل هيواد کې تېرې کړي او له هغه وروسته بيا دغه هېواد ته سفر کولی شي.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې هند لويو افغان سوداګرو ته له يوه تر پنځو کالونو ويزه ورکوي او سوداګر هر ځل هلته شپږ مياشتې پاتېدلی شي.

په اعلاميه کې راغلي د دې اسانتياو اساسي موخه د دواړو هېوادونو د ولس او سوداګرو ترمنځ د اړيکو پراخوالى دى.

دا په داسې حال کې ده چې هره مياشت زرګونه افغان د سوداګرۍ، سياحت او د ناروغيو د درملنې په موخه هند ته سفرونه کوي.

هند سفارت په داسې حال کې د ویزو ورکولو بهیر کې د اسانتیا اعلان کوي چې تر دې مخکې یې افغانانو باندې د ویزې د ورکولو په خاطر ځینې شرایط سخت کړي ول.

په بانک کې تر یو زر ډالرو پورې د پیسو درلودل، د سفر علتونه او صحي معاینات هغه څه و چې ډیری وخت یې خلک د ویزې په اخېستلو کې له ستونزو سره مخ کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG