د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا حکومت له اروپايي ټولنې د وتلو پلان خپور کړ


د پنجشنبې په ورځ په خپور شوي پلان کې راغلي، برتانیا په راتلونکې کې له اروپايي ټولنې سره ښو اړیکو ته لېواله ده او په عین وخت کې د خپلو قوانینو واک هم تر لاسه کوي.

په پلان کې د وزیراعظمې ټيریسا مې ۱۲ رهنما اصول ورکړل شوې دي چې له ټولنې څخه به د هغه هېواد وتلو ته لار برابره کړي.

برتانیويانو تېر کال په جون کې، د یوې ټولپوښتنې له لارې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په حق کې رایه ورکړه.

د چارشنبې پر ماخوستن د برتانیا پارلېمان هم له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره د خبرو اترو پیلولو په اړه د وزیراعظمې پلان منظور کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG