د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سيند نوي ګورنر محمد زبېر سوګند وکړ


د پاکستان مسلم ليګ ن غړي او د نجکارۍ کمېشن مشر محمد زبېر د پنجشنبې په ورځ د سيند نوي ګورنر په توګه لوړه وکړه . د سيند هائيکورټ مشر قاضي (چيف جسټس) سجاد علي شاه د هغه نه سوګند واخېستو.

پر دې مهال د سيند صوبې اعلی وزير مراد علي شاه، د سيند اسمبلۍ سپيکر اغا سراج دراني ترڅنګ صوبايي او مرکزي وزيران هم موجود ول.

يو شپېته کلن محمد زبېر د سيند صوبې ۳۲م ګورنر دی او هغه د جسټس سعيدالزمان صديقي تر مړينې وروستو د دې څوکۍ لپاره نومول شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG