د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریکس ټېلرسن د امریکا بهرنیو چارو وزیر لپاره لوړه وکړه


ریکس ټېلرسن سوګند په هغه ځانګړې غونډه کې پورته کړ چې بېګا په سپینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ریکس ټېلرسن څخه تر سوګند اخیستلو وروسته په بهرنیو چارو او په ځانکړې توګه له روس سره د هغه د کار او تجربو ستاینه وکړه.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه ته وویل چې ستا ټول ژوند ته د هم دې وخت لپاره تیار کړی یې چې د هېواد تر ټولو لوی ډپلومېټ دنده پرمخ یوسې.

دا له هغه وروسته ده چې ریکس ټېلرسن د منظورۍ لپاره په سېنټ کې د ۴۳ په مقابل ۵۶ رایې واخیستې.

ریکس ټېلرسن په نړۍ کې د تېلو د یو سترې کمپنۍ – ایکسن موبایل – مشر پاتې شوی او له روس سره د کاروبار پراخه تجربه لري.

پر ریکس ټېلرسن تنقید کوونکي اندېښنې لري چې هغه به له روس سره د کرایمیا د تړلو او په ختیځ اوکراین کې د بېلتون پالو د فعال ملاتړله کبله پر روس لګېدلي اقتصادي بندیزونه لرې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG