د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل له طالبانو سره د ايران او روس ډوله وسلو څېړنه کوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هغو ایراني او روسي مارک وسلو په اړه چې په یوشمېر ولایتونو کې یې وسله وال طالبان کاروي څیړنه وکړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې له څېړنو وروسته به یې پایلې له رسنیو سره شریکې شي او په اړه به یې پرېکړه وشي.

نوموړي زياته کړه که دا خبره رښتيا شوه چې په رښتیا هم روسۍ او ایرانۍ وسلې طالبانو ته ورکړل شوې نو بيا به افغان دولت په دې اړه تصمیم نیسي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د فراه امنیه قومندان ویلي وسله والو طالبانو ته پرمختللې درنې وسلې رسېدلې چې زیاته برخه یې د روسیې ساخت دي.

له دې وړاندې د هلمند والي حیات الله حیات ویلي وو، په دغه ولایت کې له جنګېدونکو طالبانو سره ایران مارک وسلې لیدل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG