د اندونیزیا حکومت له افغانستان سره ژمنه وکړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره به د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې همکاري کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اندونیزیا له سفیر انصاري تاجالدین سره په دې اړه خبرې وکړې.
د خبرپاڼې په حواله، د کابل لپاره د اندونیزیا سفیر چې کاري موده یې پای ته رسېدلې، ښاغلي رباني ته ډاډ ورکړ چې حکومت یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له هڅو ملاتړ ته کلک ژمن دی.
په خبرپاڼه کې په دې اړه نور وضاحت نهدی ورکړل شوی چې اندونیزیا به د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه کې څه ډول مرسته کوي.