د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا ته د کډوالو پر راتګ بنديز ولګول شو


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له شامه د مهاجرینو په راتګ بندیز لګولی دی او د نورو یو شمېر مسلمانانو هېوادونو د خلکو امریکا ته راتلل يې ځنډولي دي.

ټرمپ د جمعې پر ورځ د درېو میاشتو لپاره د هغه هېوادونو امریکا ته د خلکو مهاجرت وځنډاو چې ترهګرۍ ډلې پکې وجود لري، درې میاشتې وروستو به امریکا ته د کډه کېدو لپاره د خواستونو د جدي پلټنو نظام عملي شي.

وایټ هاوس ویلي چې په دې هیوادونو کې شام ، عراق، ایران،لیبیا،صومالیه، سوډان او یمن شامل دي.

ټرمپ د امریکا د مهاجرت د پروګرام د لاندې د عراق ، افغانستان او پاکستانه د کډوالو راتګ هم د څلورو میاشتو پورې ځندولې دي او د روان کال لپاره يې امریکا کې د قبلېدو لپاره د مهاجرینو شمېره ۵۰۰۰۰ ته راټیټه کړ ې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG