د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټيریزا مې: د افغانستان او عراق غوندې د ګران بیو جګړو وخت ولاړ


د برتانیې وزیراعظمه ټيریزا مې وايي، برتانیا او امریکا باید د خپلو تاریخي ځانګړو اړیکو په لړ کې د نړۍ مخکښان و اوسي، خو دا ده چې د افغانستان او عراق غوندې د ګران بیه جګړو وخت تللی دی.

تېر مازیګر په فېلاډېلفیا کې د ریپبلېکن ګوند پارلېماني غړو ته په وینا کې نوموړي وویل، امریکا او برتانیا باید یو ځای د هغو نویو ننګونو مخې ته ودرېږي چې غرب ګواښي.

مې وویل، په دې ننګونو کې د اسلامپاله سختدریځۍ خطر او د چین او روسیې راپورته کېدل شامل دي.

دې وویل، همدا لامل دی چې د دواړو هېوادونو ((ذمه واري ده چې رامخکې شي او مشري وکړي ځکه چې که نور راپورته کېږي او دوی شاتګ کوي نو دا د امریکا، برتانیا او نړۍ لپاره ښه نه ده.))

مې وویل، د دې دا معنا نه ده ((چې د تېرو وختونو ناکامه تګلارې دې بیا خپلې کړل شي.)) برتانیوۍ وزیراعظمې زیاته کړه، ((هغه ورځې ولاړې چې برتانیا او امریکا به له خپل تصور او نظریې سره سم د نړۍ جوړولو لپاره په خپلواکه هېوادونو کې مداخلې کولې.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG