د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خوسته د کډوالو ستنېدو بهیر ورو شوی دی


د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، له خوسته د کډوالو ستنېدو بهیر نه دی درېدلی خو ورو روان دی.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، له خوسته د کډوالو ستنېدو بهیر نه دی درېدلی، خو د پلان خلاف، ورو روان دی.

مرستیال پولېټيکل اېجنټ انور خان شېراني تېر مازیګر مشال راډیو ته وویل، په دې عمل کې د ورووالي یو لامل له ستنېدونکو کډوالو سره د زیات سامان موجودګي او بل هغه یې دا دی چې کډوال پر خپل نوبت یا نمبر پولې ته نه ورځي.

د شمالي وزیرستان د انتظامیې له پلان سره سم، ټاکل شوې وه چې په تېرو ۱۰ ورځو کې ۲۰۰۰ خوست مېشته کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې شي.

مرستیال پولېټېکل اېجنټ شېراني وویل، تر دې مخکې یې پر غلام خان د کډوالو هغو ګاډو ته د اوښتو اجازه ورکړې وه چې کسټم یې نه وو ورکړی، خو د ده په خبره، خلکو له دې څخه کاروبار جوړ کړی نو ځکه به اوس هغه ټول ګاډي نیسي چې ګمرک یې نه وي پرې شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG