د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جوزجان کې د یخنۍ له کبله ۲۷ تنه مړه شوي


په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په جوزجان کې د یخنۍ له کبله د ماشومانو مړینې رپورټونه ارزوي.

د دې ادارې مرستیال اسلم سیاس بېګا مشال راډیو ته وویل، دوی په ولایتونو کې ښه امکانات لري.

ده وویل، ولایتي کمېټۍ دې ډول پېښو ته متوجه دي خو ((ځېنې وخت رسنیو ته ناسم معلومات ورکول کېږي.)) تر دې مخکې داسې معلومات ورکړل شوي ول چې په جوزجان کې د یخنۍ له کبله ۲۷ ماشومان مړه شوي دي.

د جوزجان چارواکو ویلي ول چې په تېرو دوو اوونیو کې د یخنۍ زیاتېدو او اورښتونو له کبله اصلاً۱۲ ماشومان وژل شوي او پاتې د لوړ عمر خلک دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG