د لاسرسي ځای

"مخالفین دې نوره جګړه پرېږدي"


د سولې عالي شورا د پخواني مشر پیر سید احمد ګېلاني زوی، سید حامد ګېلاني د دولت پر وسله‎والو مخالفینو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د خبرو له لارې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

سید حامد ګېلاني پرون په ارګ کې د خپل پلار د فاتحې تر مراسمو وروسته په دې پسې دا خبره وکړه چې جهادي مشر صبغت‌الله مجددي د پیر ګېلاني پګړۍ ور پر سر کړه.

تر اوسه د افغانستان حکومت پرېکړه نه‎ده کړې چې د پیر ګېلاني پر ځای څوک د سولې عالي شورا مشر وټاکي.

پیر سید احمد ګېلاني د شنبې په ورځ د ۸۴ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې وفات شو.

XS
SM
MD
LG