د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټرانس پېسیفیک غړي هېوادونه د تړون خوندیتوب غواړي


تر هغه وروسته چې امریکا د ټرانس پېسیفیک (ارام سمندر تجارتي تړون) څخه ووته، غړیو هیوادونو د تړون خوندي ساتلو لپاره هڅې پیل کړي دي.

اسټرالیا او د دې تجارتي تړون نورو غړیو ويلي، کېدای شي چې له دې تړون سره د چین له یوځایکېدو سره هغه تشه ډکه شي چې سپینې ماڼۍ رامنځته کړې ده.

د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون له ټرانس پېسيفیک تړون څخه د وتلو اعلان وکړ او ویې ویل چې دا د امریکا د سوداګرو او کارګرو په ګټه نه دی.

د اسټرالیا وزيراعظم مالکوم ټرنبل نن خبریالانو ته وویل چې له دې تړون څخه د امریکا وتل یوه ستره ننګونه ده خو له دې تړونه به په شا نه شي.

ټرانس پېسيفیک د پنځو کلونو له مذاکراتو وروسته د اوباما انتظاميې او د ارام سمندر د سیمې د ۱۲ هیوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵م کال کې لاسلیک شو خو تر اوسه د کانګرس له لورې نه و تایید شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG