افغانستان او ازبکستان په خپلو کې د دوه اړخیزه همکاریو پنځه بېلابېل تړونونه لاسلیک کړل.
دغه تړونونه د نهې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ترمنځ په کابل کې لاسلیک شول.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه ازبکستاني پلاوي په ملتیا کابل ته راغلی او له یوشمېر افغان چارواکو سره یې کتلي دي.
ښاغلي کاملوف ویلي حکومت یې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د روانو هڅو ملاتړ ته ژمن دی.