د لاسرسي ځای

تازه خبر

د CIA نوي مشر په کار پيل وکړ


مايک پامپيو
مايک پامپيو

د امريکا سينيټ مايک پامپيو د استخباراتي ادارې سي، ای، اې د مشر په توګه تاييد کړ. پرون د دوشنبې ماښام د پومپيو سوګند پورته کولو په مراسمو کې د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پينس نوموړی د خپلې تجربې لپاره وستايلو.

پينس زياته کړه چې پامپيو به د نړۍ د يوې داسې استخباراتي ادارې مشري پر غاړه اخلي چې د جاسوسي معلوماتو راټولولو کې ساری نه لري.

مايک پامپيو ۵۳ کلن دی. هغه د خليج په جګړه کې يو پوځي افسر او په دې وروستيوو کې د کينساس ايالت څخه د ريپبليکن ګوند د کانګرس غړی وو. د دوشنبې ورځ نوموړي ته په سېنېټ کې۶۶ تاييد او ۳۲ مخالفې رايې ورکړل شوي.

د ډيموکراټانو ډېری غړیو د سي، ای، اې مشرۍ لپاره د پامپيو په نومولو نيوکې کړې وې او ويلي يې ول چې هغه د امريکا په ټاکنو کې د روسۍ مداخلې، د څارنې زياتولو او له بنديانو د تحقيقاتو طريقو او په دې لړ کې د شکنجې په اړه واضحه څه نه وايي.

له اوريګانه په سينيټ کې د ډيموکراټانو غړي ران وايډن ويلي چې پومپيو ځېنو پوښتنو ته واضحه ځواب و نه وايه او د ځېنو په اړه يې متضاد ځوابونه ورکړل چې له وجې يې په دې پوهيدل سخت شول نوموړی په څه یقين ساتي.

په دا وروستيوو کې د امريکا ځينو استخباراتي ادارو په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسۍ مداخلې په اړه ارزونه کړې وه. خو پر دې سربېره کله چې د جنورۍ په ۲۲مه نېټه ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سي، ای، اې مرکزي دفتر ته ورغلی نو هغوی ته یې وويل چې زر فیصده یې د کار ملاتړی دی.

پامپيو په ۱۹۸۶ کال په ويسټ پواينټ کې د امريکا له پوځي اکاډمۍ فارغ شوی او د سړې جګړې په وروستیو کې په لوېدیځه اروپا کې په دنده وګمارل شو. نوموړي په هارورډ پوهنتون کې سياسي علوم هم لوستي دي.

په همدي حال کې د ايکسان موبايل کمپنۍ پخوانی مشر ريکس ټيلرسن چې د بهرنيوو چارو وزير پوسټ لپاره نومول شوی، په کمو ووټونو سره د سېنېټ د بهرنيوو چارو کمېټې تاييد کړ. هغه ته يوولس تاييد او لس مخالفې رايې ورکړل شوې. اوس به د نوموړي نوم سېنېټ ته ځي او که هغوی هم تاييد کړ نو د امريکا د بهرنيوو چارو وزير به شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG