د امريکا په جنوب مشرقي سيمو کې یوه درانه توپان لږ تر لږه ۱۸ تنه وژلي چې پکې څوارلس د جارجيا ايالت دي.
د جارجيا د ډوګارتي يو چارواکی ويلي دي له دوشنبې راهيسې د دوي په سيمه کې راغلي توپان يوشمېر کسانو ته مرګ – ژوبله اړولې.
ځايي چارواکي وايي په کوک کاونټۍ کې هم توپان د يو بڼ (پارک) دننه په ګرځنده کور کې اووه کسان وژلي دي. د جارجيا ګورنر د ايالت په اوو کاونټیو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.