د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: ولس د لاریونونو کولو ډیموکراټیک حق لري


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغو سلګونو زرو کسانو په اړه چې په ټوله نړۍ کې یې د ده پرضد او د "واشنګټن د ښځو مارش" په ملاتړ لاریونونه وکړل، وویل:

"خلک حق لري چې خپل نظر څرګند کړي."

ډونالد ټرمپ وویل چې سوله‌ییز لاریونونه د امریکایانو د ډموکراسۍ یوه اساسي برخه ده.

ټرمپ پرون یکشنبه پر ټویټر ولیکل:

"ان، که زه موافق هم نه‌یم، د خلکو دا حق په رسمیت پېژنم چې خپل نظرونه څرګند کړي."

خو ډونالد ټرمپ تر دې پيغام پنځه ساعته مخکې، پر همدې موضوع پر ټویټر لیکلي وو:

"ما پروني لاریونونه ولیدل خو موږ تازه انتخابات وکړل، ولې دې خلکو رأیه نه‌ ورکوله؟"

د ډونالد ټرمپ د لوړې تر مراسمو وروسته، په واشنګټن او د امریکا په یو شمېر نورو ښارونو کې ښځو د هغه پرضد لاریونونه وکړل چې د نړۍ له بېلابېلو برخو ښځې او نارینه ورسره یوځای شول.

رپوټونه وايي چې "د واشنګټن ښځو مارش" ته د ډونالد ټرمپ د لوړې مراسمو په پرتله زیات خلک ورغلي ول.

خو د سپينې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وویل چې مطبوعاتو په دې اړه سم رپوټ نه‌ دی ورکړی.

د سپایسر په وینا، په تاریخ کې د امریکا د نورو ولسمشرانو په پرتله د ټرمپ د لوړې مراسمو ته زیات خلک ورغلي ول او د نړۍ په زیاتو برخو کې خلکو کتلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG