د لاسرسي ځای

د افغانستان دفاع وزارت وایي د وسله والو طالبانو او ایران ترمنځ د همکاریو په تړاو د وروستیو ادعاوو څېړنه کوي.

د دغه وزارت مرستیال مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

"دا ریښتیا ده ترهګر غواړي له هر هغه هېوادونه چې زموږ په ګاونډ کې دي مرسته وغواړي خو موږ په دې برخه کې له خپلو امکاناتو کار اخلو."

دا خبرې تر هغه وروسته کېږي چې د هلمند والي حیات الله حیات د یکشنبې ورځ مشال راډيو ته وویل چې د وسله والو طالبانو او ایران استازیو په ګرمسېر ولسوالۍ کې سره لیدلي دي.

د حیات په وینا، په دې لیدنه کې د پاکستان استازیو هم ګډون درلود.

د هلمند والي څرګنده کړه چې د دې لیدنې د جزیاتو څرګندولو په اړه څېړنې روانې دي.

خو ایران تر دې وړاندې په بیا بیا له طالبانو سره د همکارۍ په اړه رپوټونه ردوي.

XS
SM
MD
LG