د امریکا سېنېټ کې ریپبلیکنو غړیو جان مککېن او لېنډسي ګراهام ویلي چې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته د ریکس ټیلرسن د کاندیدۍ ملاتړ کوي.
رېکس ټیلرسن د تېلو ستر شرکت اېګزن موبایل مشر و او ولسمشر ډونلد ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت ته کاندید کړی دی.
سناتورانو مککېن او ګراهام ویلي، سره له دې چې رېکس ټيلرسن له روسیې او ولسمشر پوتین سره نېږدې روابط لري، دوی یې د بهرنیو چارو وزارت ته د کاندیدۍ ملاتړ کوي.
دې سناتورانو په ګډه خبرپاڼه کې چې په یکشنبه خپره شوه وویل چې د ټيلرسن او د روسیې د ولسمشر پوتین تر منځ د پخوانیو معاملو په اړه اندېښنه لري خو باوري دي چې دی د امریکايي ګټو ښه دفاع کولای شي.
جان مککېن د امریکا له "اي. بي. سي" ټېلیویژن سره په مرکه کې ویلي چې د سېشنبې پر ورځ به د امریکا په سنا کې د ټيلرسن د کاندیدۍ په اړه په رای اچونه کې محتاط وي.
خو جان مککېن او لېنډسي ګراهام ویلي چې رېکس ټيلرسن په څو خصوصي کتنو کې ډاډ ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د کاندیدۍ او د دوی د ملاتړ وړ دی.