د لاسرسي ځای

تازه خبر

انډونيزيا له سوریې ورستانه شوي خپل ١٧ وګړي ونیول


د انډونيزيا چارواکي وايي، خپل هغه ١٧ تنه وګړي يې نيولي چې له سوريې ورستانه شوي ول.

د دوى په خبره شک کېږي چې دغو کسانو به ښايي له اسلامي دولت سختدريځې ډلې داعش سره اړيکې درلودې.

د مهاجرت ادارې يوه وياند وويل چې په نيول شويو کسانو کې لږ تر لږه دوه ماشومان هم شامل دي چې نن له استانبوله د سوى-کارنو هاتا هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم ونيول شول.

يوه چارواکي ويلي، ترکيې دغه کسان سوريې ته د داخلېدو په تړاو د اندېښنو له کبله له هېواده وشړل.

د ترهګرۍ-ضد ادارې يوه چارواکي رويټرز اژانس ته ويلي، لا هم له دغو کسانو پوښتنې-ګروېږنې روانې دي؛ که چېرې په ترهګرۍ پورې اړوند کوم جرم سره د دوى ارتباط څرګند شي، څېړنې به ادامه ومومي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG