د خیبر پښتونخوا په بونير ضلع کې په یوه ټرافيکي پيښه کې اته کسان مړه شوې او درې ژوبل شوي دي.
د پاکستان سرکاري تلویزون خبر ورکوي چې نن د اتوار پر ورځ د سپرلو يو ګاډی د جبو نه سواړۍ ته روان و او په ګنګاو سيمه کې ګاډی د ډرايور نه بې قابو شو او یوې کندې ته پریوتو چې پکې اته کسان مړه شول.
سرکاري ټي وي زياتوي چې د پېښې وروسته مړي او ژوبل کسان ډسټرکټ هيډ کوارټر هسپتال ډګر ته رسول شوي دي. او په مړو شویوکې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.