د کرمې اېجنسۍ په مرکز پاړه چینار کې د خالي د ورځې په بمې چاودنه کې د وژلو شويو کسانو شميره ۲۴ ته رسيدلې ده.
تر دې مخکې انجمن حسينه د مړو شمير ۲۶ او پوليټکل انتظاميې ۲۱ ياد کړی و خو د کرمې مرستیال پولیټیکل ایجنټ نصرالله خان رسنیو ته ویلي چې په سبزي منډيۍ کې د بمي چاودنې د مړو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی او ۵۵ زخميان یې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړی وايي چې امنیتي ځواکونو تر بمي چاودنې وروسته د پېښې په شاوخوا سیمو کې د لټون عملیات او د پېښې تحقیقات پیل کړي دي. نوموړي زياته کړه چې د پيښي په تړاو يې اووه مشکوک کسان هم نيولي دی.
بلخوا د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه پرون په يو بيان کې ويلي چې ترهګر به په خپلو هڅو کې ناکامه شي. د پاړه چنار د پيښي ذمه واري څلورو وسلوالو ډلو منلي ده.