د لاسرسي ځای

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ترهګرو مرکزونه د افغانستان له خاورې بهر په پاکستان کې دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي نن(چارشنبه) دا خبره مشال راډیو ته تر هغه وروسته وکړه چې ترکيو چارواکو ویلي، د استانبول نایټ کلب نیول شوي بریدګر په افغانستان کې روزل شوی دی.

د استانبول والي واصف شاهین نن وویل چې هغه کس پولیسو د سېشنبې په ورځ ونیو چې د نوي کال په شپه یې په استانبول کې ۳۹ کسان ووژل:

"دا سړی عبدالقادر مشاریپوف نومېږي، د ده پټ نوم ابو محمد خراساني دي، دی په ازبکستان کې په ۱۹۸۳م کال کې زېږېدلی او په افغانستان کې یې روزنه ترلاسه کړې ده، دی سم روزل شوی ترهګر دی چې په څلورو ژبو خبرې کوي."

د استانبول والي زیاته کړه چې نیول شوي سړي اعتراف کړی دی چې ده دا برید کړی او د برید کوونکي او نیول شوي سړي د لاس د ګوتو نښې هم سره ورته دي.

اسلامي دولت ډلې یا داعش د دې حملې مسؤلیت منلی.

وروسته تر دې چې ترکي چارواکو وویل چې د نوي کال په شپه په یوه نایټ کلب کې برید د ازبکستان هغه کس کړی دی چې په افغانستان کې روزل شوی.

XS
SM
MD
LG