د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ولسمشر پر اټومي موافقه د ټرمپ انتقادونه رد کړل


د ایران ولسمشرحسن روحاني
د ایران ولسمشرحسن روحاني

د ایران ولسمشرحسن روحاني له نړیوالو سره د تهران پر اټومي موافقه د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ انتقادونه رد کړل او ویې ویل چې پردې موافقه بیا بحث نه کوي.

حسن روحاني د یاد تاریخي جوهري تړون د کال په پوره کېدو د سېنشبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې دا تړون د امریکا لپاره هم ګټور دی.

نوموړي پر ټرمپ انتقاد وکړ چې په وینا یې، د دغه تړون امریکا ته دګټو ناخبره دی. ښاغلي ټرمپ دا تړون تر ټولو بد یاد کړی او وايي په ترڅ کې یې ایران ډېر څه تر لاسه کوي.

خو روحاني د ټرمپ نیوکې یواځې شعارونه بللي او وايي دی د دغه جوهري تړون د سباوون په اړه هیلمن دی.

د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د جوهري تړون په ترڅ کې ایران له خپلو اټومي هلو ځلو لاس اخیستی او په غبرګون کې یې پر دغه هېواد وضع شوي بندیزونه نرم شوي وو.

XS
SM
MD
LG