د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل د افغانستان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
جنرال ووټل سېشنبې په ورځ په کابل کې د ملي وحدت حکومت له اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل.
د اجرائیه ریاست خبرپاڼه وايي چې عبدالله له دې لوړرتبه پوځي غوښتنه کړې چې امریکايي عسکر د ۲۰۱۷ م کال تر پایه له افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
جنرال ووټل همداراز په افغانستان کې د حکومت او د مخالفو وسلهوالو ډلو تر منځ د سولې پر امکان هم غږېدلی دی.
جنرال ووټل کابل ته تر سفر مخکې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي، جنرال باجوه ډاډ ورکړ چې حکومتیې په افغانستان کې د سولې د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د افغانانو په رهبرۍ ترسره کېږي.