د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په کندز کې پوځي عملیات پيل شوي


د افغانستان ملي دفاع وزارت په کندز کې د پوځي عملیاتو د پيل خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د "پامیر۱" په نوم پوځي عملیات د کندز ښار پر شااوخوا تمرکز لري.

محمد رادمنش په دې اړه وویل:

"د پامیر ۱ په نوم پوځي عملیات د کندز په امام صاحب ولسوالۍ، حضرت سلطان، بُز کندهاري او پل الچین سیمو کې ادامه لري، موږ هغه ماینونه هم چې د خلکو د تګ راتګ پر لارو اېښودل شوي وو، پاک کړي دي."

رادمنش زیاته کړه چې د ننګرهار، هلمند، ارزګان او سرپل په ګډون په نهو ولایتونو کې پوځي عملیات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG