د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور: لور وژونکې مور ته د زندۍ سزا


لاهور: دا هغه ځای دی چې یوې مور خپله لور ژوندۍ سوځولې وه
لاهور: دا هغه ځای دی چې یوې مور خپله لور ژوندۍ سوځولې وه

د پاکستان، پنجاب صوبې د ترهګرۍ مخنيوي عدالت یوې مور ته د خپلې لور د ناموسي وژنې پرسر د زندۍ ورکولو او د عمري بند سزا اورولې ده.

یاده دې وي چې د پنجاب د لاهور ښار په یوه سیمه کې د ۲۰۱۶م کال د جون پر اتمه نېټه زينت نومې نجلۍ د خپلې خوښې واده کولو نه پس خپلې مور، ورور او د خور خاوند د غیرت په نوم وژلې وه.

د ترهګرۍ مخنيوي عدالت تېره ورځ د زينت وژلو کېس اورېدنه وکړه او د جرم ثابتېدو پس يې د سزاګانو حکم ورکړو.

د پوليس مالوماتو له مخې د زینت مور خپل جرم منلی وو.

د بشري حقونو فعالان وايي که څه هم د غېرت په نوم د وژلو غندنه کوي خو دا هم وایي چې یو تن د پانسۍ سزا له ورکولو سره جرم نه شي ختمېدلی.

په دې لړ کې د بشري حقونو لپاره کارکونکې غېر سرکاري ادارې د پاکستان بشري حقونو کمېشن(هيومن رايټس کمېشن آف پاکستان) چارواکی کامران عارف وايي چې د انسان وژل د انسانيت وژل دي خو په داسې سنګینه کېسونو کې د ککړو کسانو لپاره موثره قانون سازي پکار ده.

دی زیاتوي، کمېشن یې د پانسۍ سزا خلاف دی او د غېرت په نوم وژنو غوندې کېسونو مخنیوي لپاره پکار ده چې د عمر قید سزا ورکړل شي.

پنځویشت کلنې زینت په خپله خوښه واده کړی وو او تر ناموسي وژنې دوه ورځې وړاندې کورنۍ په دې شرط د خپل خاونده له کوره له ځان سره بیولې وه چې هغوی به یې په خوشالۍ سره درواده کړي خو تر هغه وروسته خپل ورور او مور ووژله۔

د ښځو د حقونو لپاره کار کونکې شاد بيګم وايي چې د يو مور له لاسه د لور وژل او بيا یې مور ته د زندۍ سزا ورکول د خپګان خبره ده۔ خو زیاتوي چې دغه ډول پېښې د نا پوهۍ او په خاصه توګه د ټولنیز یا سماجي دباو له وجې رامنځ ته کېږي.

د نوموړې په وېنا د قانون سازۍ له سزاګانو سره سره د سماجي رویو بدلولو ضرورت دی او په دې لړ کې خلکو ته پوهه ورکولپکار ده.

په پاکستان کې په ناموسي وژنو کې زیاتوالی او په ۲۰۱۶ کال د ټولنیزې مېډیا د یوې وتلې څهرې قندیل بلوچ تر وژنو وروسته د پاکستان پارلېمان د ناموسي وژنو او د جنسي تېریو د مخنیوي قانون د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر کې منظور کړی.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په وېنا چې ۲۰۱۶ کې د ملک په مختلفو برخو کې ۴۹۵ ښځې د ناموس په نامه وژل شوې دي۔ چې پکې په خېبر پښتونخوا کې ۴۹، په بلوچستان کې ۲۸ ګلګت بلتستان کې۱، سیند کې ۵۱ او په پنجاب کې تر ټولو زياتې ۳۳۶ښځې د ناموسي وژنو ښکار شوي دي.

د ناموسي وژنو د مخنیوي بلمنظوریدو نه پس د پاکستان وزير اعظم نواز شريف ويلي وو چې د دې عمليکول به یقیني کوي.

XS
SM
MD
LG