د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو د۱۵۰۰ وسله والو وژلو ادعا کوي


په افغانستان کې د دفاع وزارت د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان وايي چې د روان لمریز کال د شفق په پیل شویو عملیاتو کې تر اوسه نږدې ۱۵۰۰ وسله والو طالبان وژل شوي او تر۱۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

جنرال مومند کټوازي نن(سېنشبه) په مزار شریف ښار کې خبریالانو ته وویل وسله والو طالبانو ته یاده مرګ ژوبله د شمال په ۹ ولایتونو کې د ۳۲ عملیاتو پرمهال اوښتې ده.

که څه هم ښاغلي کټوازي افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل خو زیاته یې کړه د دغو عملیاتو په جریان کې ۳۰ وسله وال طالبان نیول شوي هم دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG