د لاسرسي ځای

تازه خبر

عزیز: ترهګري د افغانستان او پاکستان ګډه دښمنه ده


د پاکستان وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي، ترهګري د پاکستان او افغانستان ګډ دښمن دی.

د پاکستان سرکاري میډیا وايي، سرتاج عزیز د دوشبنې په ورځ په اسلام اباد کې په افغانستان سفارتخانه کې د خبرو پر مهال وویل چې ترهګري به د دواړو هېوادونو د شریکو هڅو په نتیجه کې له منځه وړل کېږي.

نوموړي د تیرې سېشنبې پر ورځ په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د بریدونو په اړه هم ښپګان ښودلی.

د جنوری پر ۱۰ نېټه په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د بریدونو وروسته په کابل کې چارواکو تور پوری کړی وو چې په پاکستان کې د پټځایونو لرولو له وجې وسله وال په افغانستان کې د بریدونو کولو جوګه دي خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG