د ترکي هوايي شرکت يوه سامان وړونکې الوتکه په قرغزستان کې راپريوتې چې د راپورنو له مخې له ۳۲و زیات کسان پکې وژل شوي دي.
راپورونه وايي، دغه الوتکه د قرغزستان په سرښار بېشکېک کې له هوايي ډګر سره نږدې راپريوتې ده.
قرغز چارواکي وايي بوينګ 747 کارګو الوتکه د دوشنبې په سهار له مناس هوايي ډګره څو کلومېټره لرې رانسکوره شوه.
د مناس هوايي ډګر مطبوعاتي څانګه وايي چې الوتکه د ابادۍ په سيمه کې پرېوتلې او لږ تر لږه دوه کورنه يې سوځولي دي.
د هوايي ډګر چارواکي وايي چې په الوتکه کې مساپر نه وو خو د عملې کسان پکې موجود وو.